کنړ ولایت کې د درې پروژو چارې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳۳
1

د کنړ ولایت د غازي آباد، ناړۍ او چپې درې ولسوالیو کې د دوو تحکیماتي پروژو او وطلې کانال چارې د ۱۸ میلیونه، ۴۷۰ زره او ۳۵۳ افغانیو په لګښت روانې دي.

د کنړ د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي مسؤلینو د نوموړو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړې پروژې ۴۴۰ متره اوږدوالی لري او پکې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې یې په ترتیب سره ۲۵، ۳۵ او ۵ سلنه پرمخ تللې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu