کنړ ولایت کې د پشد چکډم چارې 65 سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۹:۲۶
1

د کنړ د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د کنړ ولایت په سرکاڼو ولسوالي کې د پشد چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړي چکډم چارې د ۲میلیونه، ۲۹۹ زره او ۲۵۶ افغانیو په ارزښت  د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د کنړ د اوبو او انرژي ریاست له لوري  پرمخ وړل کېږي، ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي.

User account menu