ګرانو هېوادوالو!

MEW-Media
4124

#وضاحت

کمال خان بند ١٠٠ سلنه بشپړ شوی، د اوبو ذخیزه یې د اورښتونو او موسمي سیلابونو راوتو پورې اړه لري.

ګرانو هېوادوالو!

په دې وروستیو کې په یو شمېر رسنیو کې یو خبر ښکته او پورته کیږي چې په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت محترم استازي ګل احمد نورزاد ویلي "دا مهال د کمال خان بند د اوبو کاسه تشه ده، د حکومت لخوا په نمایشي ډول پرانیستل شو".

په همدې اړه مو وغوښتل تاسو سره خپل عمومي او تخنیکي معلومات شریک کړو او دغه بې بنسټه ادعاوې رد کړو.

دغه موضوع څو اړخه لري؛ لومړی د کمال خان بند د بشپړېدو موضوع، دویم د اوبو د ذخېرې تخنیکي بحث او دریم په پټو سترګو قضاوت.

#لومړی باید ووایو چې کله موږ د بند نوم اخلو موخه مو د بند (بدنه یا ساختمان) دی چې چارې یې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوي؛ د دغه بند د جوړولو چارې د ۱۳۹۹ کال د حوت په میاشت کې بشپړې او د ۱۴۰۰ کال د وري میاشت کې د هېواد جمهور رئيس لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

کمال خان بند د هېواد یو ستر او له معنوي اړخه یو بې سیاله بند دی چې ٥٢ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي؛ ٢.٥ میلیارد متر مکعب اوبه تنظیموي او ١٧٤ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي چې په دې سره به د نیمروز ټولې خړې دښتې زرغونې او په لکونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.

بل د کمال خان بند کانالونه دي چې د "کمال خان سټراټيژيکو او لویو کانالونو" په نوم یادیږي؛ کمال خان بند ٥ لوی کانالونه لري چې اوسمهال د ملي پراختیایي شرکت لخوا پرئ کار روان دی، چې د دوو لویو کانالونو چارې یې تر ۶۵ سلنه پر مخ تللي.

#ټول کارونه په یوه ورځ نه کیږي؛ لوی او بنیادي پروژې وخت ته اړتیا لري. بند مو د ټولو چلنجونو او فشارونو سره سره بشپړ کړ، په کانالونو یې کار روان دی؛ له هغه وروسته به د ځمکو په وېش او کرکلي کار پيل شي.

#دویم بحث د اوبو ذخیره کولو تخنیکي بحث دی

دا د لمر په شان روښانه موضوع ده او ټول پرې پوهیږو که اوبه نه وي د بند کاسه به په څه ډکه شي او ذخیره به یې څنګه پوره شي؟ د دې ستونزې يواځنی علت د #اقلیم بدلون بحران دی چې نړۍ ور سره لاس او ګرېوان ده، د دغه بحران له امله سطحي اوبه کمې شوي او د زیرزمیني اوبو اندازه ښکته تللې؛ سږ کال اورښت کم و او موسمي سیلابونه د پخوا په پرتله کم را ووتل چې د همدې ستونزې له امله سږ کال د کمال خان بند تر څنګ د هغو نورو لویو بندونو ذخیرې نه دي ډکې شوي کوم چې کلونه وړاندې جوړ شوي او موږ ترې عملا استفاده کوو.

ولې اوبه کمې شوي؟

هغوئ چې په تخنیکي مسائيلو اګاه او د اوبو متخصیصین دي پوهیږي چې په هرو څو کلونو کې یو ځل شدیده #وچکالۍ را منځته کیږي، چې سږکال یې موږ شاهدان یوو. سږ کال د نورو کلونو په پرتله د #اورښت اندازه د پخوا په پرتله ( ٤٧ سلنه) کمه ده او د نورو حوزو سره سره د هلمند په حوزه کې د اوبو د کمښت له بحران سره مخ یوو چې د تېر کال په پرتله په دغه حوزه کې د اورښت اندازه (٧٧ سلنه) کمه شوې چې د اوبو په کمښت کې بې ساری بدلون راغلی.

نو ویلو شو که نړۍ د اقلیم له بحران سره مخ وي؛ د اورښت اندازه کمه او موسمي سیلابونه په نشت حساب وي؛ د موجوده اوبو سطحه ښکته تللي وي؛ په داسې یو حالت کې څنګه ممکنه ده چې د کمال خان بند کاسه دې ډکه شي؟ دا ستونزه نه يواځې په کمال خان بلکې په کجکي، نغلو، سروبي، درونټه او ټولو لویو بندونو کې ده.

#د_پټو سترګو قضاوت

زموږ ډير دروند ولس او د ولس درنو استازو دا هېواد زموږ د ټولو مشترک کور دی او ودانول یې د ټولو ملي وجیبه ده، هېوادونه په نیوکو نه بلکې په کار کولو جوړیږي.

موږ تل د کار پر ځای نیوکې او د ترمیم پر ځای تخریب کړی؛ پورته مو د کمال خان د چارو بشپړېدا او د اوبو ذخیرې په اړه لنډ معلومات در سره شریک کړل، بناء په ولسي جرګه کې مو د نیمروز ولایت محترم استازي او نورو درنو هېوادوالو څخه هیله دا ده چې که دوئ د هرې ملي پروژې د تطبیق او د کار کیفیت په اړه تشویش لري د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مسؤلینو سره دې له نږدې شریکه کړي خو له غیر مسلکي بحث څخه دې ډډه وکړي او د پروژو په تطبیق کې دې له موږ سره همکاري وکړي کومو ته چې په داسې نازکو حالاتو کې شدیده اړتیا ده.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره هغه ټولې ادعاوې ردوي چې ګني کمال خان بند نه دی بشپړ شوی او بند له وخت وړاندې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

په اخر کې د رسنیو له درنو مسؤلینو او خبریالانو څخه هیله لرو چې د رسنیو قانون په پام کې نیولو سره په خپلو راپورونه کې توازن په پام کې ونیسي او د قانون له مخئ په دغه ډول موضوعاتو کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې نظر واخلي تر څو ولس د موضوع په مثبت او منفي اړخ خبر شي.

په درنښت

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

نوي اعلانونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوهاوي پیغام

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د وږی له ۲ نېټې څخه تر ۴ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

  د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د . . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د پوهاوي پیغام

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د زمرې له ۲۶ نېټې څخه تر ۲۸ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوهاوي پیغام

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د زمرې له ۲۴ نېټې څخه تر ۲۶ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

  د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د . . .

Back to announcements

User account menu