په بلخ ولایت کې د کلستر، لکو، قچر او چوچمن کانالونه په نږدې راتلوونکي کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې له لوري د بلخ ولایت د خلم په ولسوالۍ کې د اوبو او د کرنیزو ځمکو د زیاتوالي په موخه تطبیق کېږي.
ددغې پروژی عملي چارې په سیمه کې دوام لري، چې د لومړۍ برخې چارې يې په ډېر نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
ددې پروژې په تطبیق سره چې د ۲۹ کیلو مترو په اوږوالي رغول کېږي، له رغاونې وروسته به له ۲۶۰۰ هکتاره څخه ۳۰۰۰ هکتاره ته لوړه شي.
ددې پروژې په تطبیق سره به ۳۴۱۲ کورنۍ ګټه پورته کړي.