د چغرتان کانال د بیارغونې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

MEW-Media
د چغرتان کانال د بیارغونې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو لګولو او کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په لاره اچولې شوې وه.

د دغې پروژې پلی کولو سره د چغرتان کانال د ۱۴ کیلومټرو په اندازه ورغول شو چې د اوبو لګولو ظرفیت یې له ۱.۱۴۱ هکټارو څخه ۱.۳۱۸ هکټارو ته لوړ شو چې په دغه حساب سره یاد کانال به د پخوا په پرتله ۱۷۷ هکټاره زیاته ځمکه خړوبوي.

دغه کانال څخه به ۴.۷۰۵ کورنۍ ګټه پورته کوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu