د شاه او عروس بند چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
دغه بند د کابل دشکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د ۹ میلیون مترمکعبه اوبو د زیرمه کولو او د ۱.۲ میګاواټه بریښنا د تولید وړتیا لري.
د بند جګوالی ۷۷.۵ متره دی، چې د سمندر له سطحې ۲۱۶۱ متره لوړوالی ښيي.
د دغه بند په مرسته ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبیږي، چې د زیرمې له ۴ میلیون مترمکعبه اوبه یې د کابل ښار اوسېدونکو څښلو او ورځني لګښت لپاره او پاتې ۵ میلیون مترمکعبه یې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او برېښنا د تولید لپاره به ترې ګټه واخیستل شي او ۳۲ میلیونه متر مکعب اوبه به تنظیموي.
یاد بند د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه دی، چې د جوړولو ټول ټال لګښت یې نږدي۵۲ میلیون امریکایي ډالره دی، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د اوبو چارو تنظیم ملي اداره