په جوزجان ولایت کې د سالتق کلان کانال چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
په جوزجان ولایت کې د سالتق کلان کانال چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
دغه پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اکتید ACTED دفتر په مالي مرسته د ځمکې د سر اوبو د مدیریت او زراعتي ځمکو د خړوبولو په مقصد د جوزجان ولایت په خواجه دوه کوه ولسوالۍ کې تطبیق شوه.
د دې پروژې په تطبیق سره ۱۲۶۰ هکتاره په حدودو کې زراعتي ځمکه د اوبو خړوبونې لاندې قرار نیسي او په تعداد ۶۴۰ فامیلونه له هغې څخه ګټه پورته کوي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره