په کندز ولایت کې د نقي کانال د جوړولو چارې په ښه توګه روانې دي چې چې تر اوسه پورې یې ۴۰ سلنه پر مخ تللي.

MEW-Media
32

په کندز ولایت کې د نقي کانال د جوړولو چارې په ښه توګه روانې دي چې چې تر اوسه پورې یې ۴۰ سلنه پر مخ تللي.

دا پروژه د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې لخوا د آسیا پرمختایي بانک ADB او د اروپا اتحادیې EU په مالي مرسته د اوبو مدیریت او زراعتي ځمکې د زیاتوالي په موخه د قندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.

د دې پروژې په تطبیق سره به د نقي کانال د ۳۱.۵ کیلو متره اوږدوالي په لرولو سره جوړ او بیا رغول کیږي، چې د هغې په تطبیق سره به ۴۱۷۹ هکتاره ځمکه خوړوبه شي او ۹۳۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu