په کندهار ولایت کې د لوړې ارغستان د اوبو او برښنا بند د سروې چارې عملاً پيل شوي دي.

MEW-Media
۴۳۴۴۳

په کندهار ولایت کې د لوړې ارغستان د اوبو او برښنا بند د سروې چارې عملاً پيل شوي دي.

لوړې بند د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مدیریت، د برښنا تولید، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکو خړوبولو، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه جوړیږي.

د لوړې بند جوړولو سره په ارغستان ولسوالۍ کې په زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه شي؛ په زرګونه کورنۍ په روښانه، ګڼ شمېر هېوادوالو ته به د کار زمینه مساعده شي او په دغه سیمه کې به د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پياوړې شي. چې دا به د وچکالۍ او د اوبو کمښت سره لویه مبارزه وي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu