په پکتیکا ولایت کې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د دوو کوچني ذخیروي بندونو د جوړولو پروژو چارې پیل شوې

mew-admin
4

د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالي په سورګل او د مټاخان ولسوالي د تودې چینې په کلیو کې د اووه(7) میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د دوو کوچني ذخیروي بندونو د جوړولو پروژو چارې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د پکتیکا ولایت د ګومل سیندیزې فرعي حوزې رئیس قاري فتح محمد ذاکر او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو او قومی مشرانو په شتون کې پیل شوې.

نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره پلي کیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د یادو ولسوالیو د کرنیزو ځمکو په خړبولو او د ځمکې لاندې اوبو په تغذیې کې رغنده رول ولري.

د یادونې وړ ده، چې د پکتیکا ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې به د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د پنځه اویا(75) میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو پنځه ویشت(25) کوچني ذخیروي بندونه جوړ شي.

User account menu