په میدان وردګو ولایت کې د پنځه چکډمونو د جوړولو چارې د 17 میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
1

د میدان وردګو ولایت په نرخ، چک، جلریز، جغتو او سید آباد ولسوالیو کې د پنځه چکډمونو د جوړولو چارې د 17 میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د میدان وردګو والي محترم قاري بختیار معاذ، د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ددغو چکډمونو ګټې اخیستنې ته د سپارلو پۀ مراسمو کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې له ولس سره کړیو وعدو ته ژمن دی، چې نن یې د ۵ چکډمونو د جوړیدو چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

د یادونې وړ ده چې نوموړې پروژې د 17 میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره پلي شوې او په راتلونکي کال کې به هم د میدان وردګو ولایت په دریو نورو ولسوالیو کې ورته چکډمونه جوړ شي.

نوموړي چکډمونه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د موسمي سیلابونو د کنترول او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوي دي.

User account menu