د قوشتیپه کانال اصلاح او بیا رغونه
د قوشتیپه کانال د کندز ولایت په مرکز کې موقعیت لری چی د اوبو او انرژۍ وزرات د IRDP د ۱۳۹۸ کال د پلان شوی پروژو له جملې څخه دي.
د یادې پروژې بیا رغونې لګښت شاوخوا ۱۷۱۶۲۲۷ امریکایی ډالره تعین شوې ده.
د قوشتیپه کانال د اوبو لګولو ظرفیت له جوړیدو څخه وروسته ۲۲۸۴ هکتارو ته رسیږي.
د یادونې وړ ده چې دا پروژه د آسیا پراختیایي بانک (ADB) لخوا تمویل کیږي.