د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل
د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رياست د دعوت او ارشاد د رئيس محترم مولوي محمد هاشم شهيد ورور، د لوګر د سينديزې فرعي حوزې رياست او يو شمېر نورو مسؤلينو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د يادونې وړ ده، چې ياد جومات د رياست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رياست له لوري د اوبو او انرژي وزارت سره په همغږي جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.