په سمنګان ولایت کې د ذاو ذاکر ګبیوني تحکیماتي پروژه د شاوخوا درې میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

mew-admin
۱

۱۴۴۸/۵/۲۱ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۱ هـ.ل

د سمنګان ولایت په خرم‌وسارباغ ولسوالي کې د ذاو ذاکر ګبیوني تحکیماتي پروژه د ۲ میلیونه، ۷۸۳ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د سمنګان د خلم – ایبک سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو او قومي مخورو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د سېلاب د خطرونو د مخنیوي او د هغه د زیانونو د کمولو په موخه پلې شوې، چې ۲۶۰ کورنۍ به د سېلاب له خطرونو څخه خوندي شي.

د دغې پروژې ګټې د سپارلو په غونډه کې د تأسیساتو پر حفظ او مراقبت باندې ټینګار وشو.
 

User account menu