په لوګر ولایت کې دوه پروژې د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

mew-admin
1

۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل

په لوګر ولایت کې د وزیر کلي کانال پروژه او په بابوس سېمه کې د شولک چکډیم پروژه د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد کانال د ۴.۲ کیلو متره په اوږدوالي او چکډیم د ۹۵ متره په اوږدوالي او ۴ متره په لوړوالي سره جوړ شوي دي.

د یادو پروژو ګټې ته په سپارلو سره به د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او پراخې کرنیزې ځمکې د سېلاب د خطر له ګواښ څخه خوندي شي.

User account menu