د هلمند ولایت ناوې ولسوالي د شمالان کانال سربند بېرته ورغول شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
۱

۱۴۴۸/۶/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۷ هـ.ل

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالي د شمالان کانال سربند، چې تېر کال د سېلابونو له امله تخریب شوی و، د ۲ میلیونه او ۵۵۴ زره افغانیو په لګښت، د هلمند سیندیزې فرعي حوزې ریاست په تخنیکي همکاري او څارنې بېرته ورغول شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سربند د بیارغونې په چارو کې ۶۸۰ متره مکعب ګبیون‌کاري او ۱۳۵ متره مکعب کانکریټ‌کاري ترسره شوې ده.

د یاد سربند په بیا رغېدو سره د شمالان کانال له لارې د شاوخوا ۵۲ زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره د اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده.

User account menu