د دشت فروح کانال د اصلاح او بیارغونه
د دشت فروح کانال د بدخشان ولایت په بهراک ولسوالۍ کې موقعیت لری او د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د پروژو د انسجام ریاست تر کار لاندې ده. چی د دغه پروژه چارې ٪ 70 سلنه بشپړه شوی ده.
د دې پروژې لګښت شاوخوا 484.760 امریکایی ډالرو دی چې د یو کورني ساختماني شرکت سره قرارداد شوی او د نړیوال بانک لخوا تمویل کیږي.
د دشت فروح کانال په پیل کې د 1526 هکتارو د خړوبولو ظرفیت درلود خو د دې پروژې د بشپړولو سره د 2490 هکتارو څخه زیاته کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لری.
تاکل شوی ده دا کانال د 22.5 کیلومترو په اوږدوالي سره جوړ شي.