د پکتیا ولایت د مچلغو بند ډیزاین او جوړول

MEW-Media
د پکتیا ولایت د مچلغو بند ډیزاین او جوړول

 

دا پروژه د پکتیا ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې موقعیت لری. د دریم ځل لپاره د تړون له فسخیدو وروسته، د ډیزاین مکمل برخې د ۱۲/۰۹/۱۳۹۷ د اوبو او انرژۍ وزارت او د PES کمپنی سره د ۱۰۵۸۶۹۳ امریکایی دالرو په ارزښت قرارداد شوی ده. او همدارنګه د استوګنې ساختمانونو د ترمیم پاتې برخې او د نښلونکی سړک چارې د ګرین سیټي ګمپنی سره د ۳۳۵۴۰۰۷ میلیونو دالرو په ارزښت قرار داد شوی. د دریم د تړون له مخکی د پروژه چارې ۸ سلنه بشپړ شوی او د لومړی فاز قرارداد وروسته، کمپنۍ خپل پرسونل او تخنیکي تجهیزاتو ساحې ته لیږدوي او د مبلایزیشن چارې او عملي کار جریان لری.  

د دې پروژې په بشپړیدو سره ۴۷۱۰ هکتارو ځمکو خړوبه کیږی او د ۸۰۰ کیلوواټ د برښنا تولید ظرفیت لری. همدارنګه  د پکتیا ولایت د اوسیدونکو یوې برخې لپاره د څښاک اوبو برابرول، د موسومی سیلابونو کنټرول، د ځمکني اوبو تغذیه کول، د چاپیریال ساتنه، په پکتیا ولایت کې دندې او د شین فضا رامینځته کیږی. د دې پروژې په بشپړیدو سره ۲۰۳۳۰ کورنیو د برښنا له رڼا څخه به برخمنی شی.

د دوهم فاز ډیزاین اسناد چی د بند اساسی برخو او د بند اړونده ودانیو برخه تشکیلوي، بشپړ شوی او سمدلاسه د ساختمان قرارداد د ګټونکي شرکتونو سره د تدارکاتو پروسې وروسته قرارداد او عملی چارې یی به پیل کیږی. 

User account menu