د قندهار ولایت د دهله بند پروژه

د دهله بند پروژه د ارغنداب سیند په پورته کې چی د هلمند سیند اصلی څانګو څخه ده. په قندهار ولایت ګې موقعیت لری. د دی بند د ساخت ډول کانکریتی دي او د هغې لوړوالی ۵۵ متره رسیږی. د دهله بند په کڅوړه کې د اوبو زیرمه حجم ۴۷۸.۶ میلیونو مترو مکعبو ته رسیږي. دا بند د ۸۴۰۰۰ هکټارو ځمکو د اوبو لګولو ظرفیت لري.
اوس مهال د پرمختیایی مطالعاتو او د دې بند بیارغونې روان دي او یوځل چې د مطالعاتو مراحلو او ډیزاین بشپړې شي، نو رغونه چارې به یې پیل شي.