د نورستان ولایت والي سره ليدنه

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست انجینر خان محمد تکل د نورستان ولایت والي حافظ عبدالقیوم سره وکتل.
په دغه ناست کې د نورستان ولایت د خلکو په ستونزو، د اوبو او انرژي په پراختیاي پروژو او د بريښنا اوبيزو کوچنیو بندونو په جوړولو خبرې وشوې.
د نورستان ولایت والي وویل، دا چې نورستان د هېواد ملي پارک او د ښکلو طبیعي منظرو لرونکی دی له دې سره سره بريښنا ته لاس رسی د دغه ولايت يو له اساسي غوښتنو څخه ده.
ښاغلي انجینر خان محمد تکل په خپلو خبرو کې وویل، دا چې د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا نورستان ولایت د هېواد ملي پارک اعلان شو، په بنسټيزو چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار ډاکټر شاد محمد څرګند، د هدایت سره سم به د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې له لوري ډير ژر یاد ولايت ته د دغه ادارې تخنیکي ټيم واستول شي تر څو په 8 ولسوالیو کې د بريښنا 8 کوچنیو بندونو پروژو د سروې او ډيزاين چارې بشپړې کړي او عملي کارونه یې پيل شي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره