د تخار ولایت د 4 ګبیوني تحکیماتو پروژو قرارداد لاسلیک شو

mew-admin
Thu, Jun 11 2020 11:37 AM
123

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، انجینر خان محمد تکل د تخار ولایت کې د امو سیند غاړې په مختلفو سیمو کې د 4 ګبیوني تحکیماتو پروژو قرارداد د دغه ولایت د ولسي جرګې استازو په شتون کې لاسلیک کړ.

دغه پروژې د 85,526,904 افغانیو په ارزښت د تخار ولایت په دشت قلعه، خواجه غار، درقد او فرخار ولسوالیو کې تطبیق کيږي.

د دغه پروژو تطبیق سره به 6 زره جریبه کرنیزه ځمکه وژغول شي او د 3,730 کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

User account menu