د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره کې د شاه و عروس د بند د کار د چټکتیا په موخه غونډه تر سره شوه

mew-admin
Sat, Jul 18 2020 10:59 AM
123

د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره کې د شاه و عروس د بند د کار د چټکتیا په موخه غونډه تر سره شوه

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې د عمومي رئیس انجینر خان محمد تکل په مشرۍ، د قراردادي شرکت رئیس، د يادې ادارې د دفتر رئيس اسدالله ځيرک، د پروژو د کنټرول او کیفیت رئیس او د شاه و عروس د بریښنا او اوبو لګونې بند مدير په شتون کې د دغه بند د کار د چټکتیا په موخه غونډه تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس د کار د چټکتيا په برخه کې قراردادي شرکت ته د همکاریو ډاډ ورکړ او د قراردادي شرکت له مسؤلینو څخه یې په کلکه وغوښتل تر څو د پروژې د کار چارې لا چټکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په هڅو د شاه و عروس د بند ستونزې حل او چارې یې بیا ځل پيل شوې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu