د مشرانو جرګې غړي محمد آصف صدیقی سره لیدنه

mew-admin
Sat, Aug 29 2020 9:13 AM
65

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د مشرانو جرګې غړي محمد اصف صدیقي سره وکتل.

په سر کې د مشرانو جرګې غړي، په هېواد کې د اوبو د غوره مديریت په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبري قاطعت او هڅو ستاینه وکړه.

په دغه ناسته کې دواړو لورو د کابل ښار د څکلو اوبو په عمومي وضعیت خبرې او نظرونه شریک کړل.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس ډاډ ورکړ چې دغه اداره د کابل ښار د اوبو رسونې او د ځمکې لاندې اوبو پياوړتيا په موخه لنډمهالي او اوږدمهالي پلانونه بشپړ کړي او د پلي کولو لپاره یې جدي کار کوي.

User account menu