د لوګر (پل علم) سیندیزې فرعي حوزې نوی رئيس همکارانو ته وپېژندل شو.
د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنير خان محمد تکل لخوا فريدون سالارزی چې د آزادې سیالۍ له لارې د لوګر (پل علم) سینديزې فرعي حوزې رئيس په توګه ټاکل شوی و خپلو همکارانو ته ور وپېژنده.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنير خان محمد تکل نوي ټاکل شوي رئيس ته د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړه، د اوبو مدیریت او په هېواد کې د اوبو سکټور ته پراختيا ورکول د ټولو ګډه دنده ده.
په عين حال کې د لوګر سینديزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوی رئيس ښاغلي فريدون سالارزی د اوبو مديريت حياتي او اقتصادي ارزښت يادولو تر څنګ په خپله دنده کې د هر ډول هڅو ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده چې ښاغلی فريدون سالارزی له ننګرهار پوهنتون څخه په سیول انجنيري کې د لیسانس سند لري او په ملي او بین المللي ادارو کې د کار کولو ۱۱ کاله کاري تجربه لري.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
