د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال د سرپل ولایت قومي مشرانو او ځوانانو سره په دغه ولایت کې د اوبو مدیریت په اړه وکتل.

MEW-Media
Wed, Mar 10 2021 10:14 AM
533

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره د دغه ولایت د څکلو پاکو اوبو برابرولو په اړه وکتل.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ د کاریز قرې قومي مشرانو او ځوانانو ستونزو او وړاندیزونو اورېدو تر څنګ د دغې ادارې رئيسانو او مسؤلینو ته هدایت ورکړ تر څو یو تخنیکي ټيم برابر او د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.

د سرپل ولایت قومي مشرانو او ځوانانو ستونزو ته د رسیدو په موخه مننه وکړه او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبري له کړنو په ځانګړي ډول د اوبو مدیریت په برخه کې ستاینه وکړه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu