د شاه و عروس بند د استملاک موضوع په اړه د اړونده ادارو سره ناسته وشوه.

MEW-Media
Thu, Mar 25 2021 12:01 PM
643

دغه ناسته د کابل ولایت په مقام کې تر سره شوه چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل، د کابل ولایت محترم والي، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم معین او د اړونده ادارو یو شمیر رییسانو او تخنیکي مسؤلینو ګډون درلود، تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د کابل ولایت والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري او د ښارجوړولو وزارت معین ښاغلي ګل الرحمن توتاخېل لخوا د شاه و عروس بند د استملاک پروسې په اړه بشپړ معلومات او چمتو شوی راپور وړاندې شول.

وروسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له تر سره شویو فعالیتونو ستاینه وکړه او د استملاک په برخه کې یې د لا چټکتیا غوښتنه وکړه او وې ویل:

لومړی باید سیمه د بند پرانیستې لپاره اماده شي؛ د روانو اوبو چې بې ځایه روانې دي مخه ونیول شي؛ د خطرناکو موسمي سیلابونو د راوتو کنټرول او د ټولنیزو ستونزو مخنیوي وشي.

ښاغلي تکل په ساحه کې د دغې ادارې تخنیکي همکارانو، قراردادي شرکت مسؤلینو او د اړونده ادارو استازو څخه وغوښتل چې ژر لاس پکار او چارې په خيل وخت تر سره کړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu