د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د پاشدان بند له پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن" عمر "د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئیس ښاغلي مولوی عبدالسلام، د هرات ولایت فرعي حوزې رئيس او د دې وزارت یو شمیر نورو تخنیکي مسؤلینو په ملتیا د هرات ولایت پاشدان بند له پروژې څخه لیدنه وکړه.
د اوبو ښاغلي معین د پاشدان بند پروژې څخه د لیدنې پرمهال د کار پرمختګ وضعیت، ستونزې او ننګونې له نیږدې وڅېړلې او د پروژې تخنیکي مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبري د هدایاتو په اساس د اوبو او د اوبو د بندونو د پروژو اهمیت ته په کتو سره د اوبو او انرژي وزارت رهبري مقام کوشش کوي تر څو د دې وزارت پروژو کار چې د څه وخت پدېخوا ځنډیلې دي، ژرترژره بیا پيل کړي