د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د پاشدان بند له پروژې څخه لیدنه وکړه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۴ - ۱۰:۳۵
24/9/1400

 

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن" عمر "د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئیس ښاغلي مولوی عبدالسلام، د هرات ولایت فرعي حوزې رئيس او د دې وزارت یو شمیر نورو تخنیکي مسؤلینو په ملتیا د هرات ولایت پاشدان بند له پروژې څخه لیدنه وکړه.

د اوبو ښاغلي معین د پاشدان بند پروژې څخه د لیدنې پرمهال د کار پرمختګ وضعیت، ستونزې او ننګونې له نیږدې وڅېړلې او د پروژې تخنیکي مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبري د هدایاتو په اساس د اوبو او د اوبو د بندونو د پروژو اهمیت ته په کتو سره د اوبو او انرژي وزارت رهبري مقام کوشش کوي تر څو د دې وزارت پروژو کار چې د څه وخت پدېخوا ځنډیلې دي،  ژرترژره بیا پيل کړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري پلاوي یولسمه ناسته  د دې وزارت د ځینو اړینو تخنیکي او اداري موضوعګانو د څېړلو او د ستونزو هوارولو په هکله ترسره شوه

دا ناسته، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوی عارف الله عارف، د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د  رئیسانو...

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئیس د برېښنا  لمړي بند زیانمنې شوي برخې څخه لیدنه وکړه

د بغلان ولايت دفرعې سينديزې حوزي رئيس قاري محب الله عادل ديادې ادارې دانجنيرانو له تخنيکې ټيم سره دانکشاف ملې د مسلکې ...

دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۱۷:۴۵
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو د ماسټري پروګرام د غوره مدیریت  د پلي کیدو په هکله ګډه ناسته ترسره شوه

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخند زاده، د پروګرامونو د مرکزي دفتر رئیس او د پولیتخنیک ...

بیرته تګ

User account menu