د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست رئيس معرفي شو
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر نن د یاد وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست رئيس د هغوی همکارانو ته معرفي کړ.
ښاغلی حاجي محمد الدین"نیازی" د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست د نوي رئيس په توګه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور " لخوا د یوې رسمي ناستې په ترڅ کې د دې وزارت د تدارکاتو ریاست رئيس، د بشري سرچینو ریاست رئیس او د ریاست دفتر د رئيس په ګډون کې و همکارانو ته معرفي شو.
ښاغلي "منصور" د دې وزارت د مالي او اداری عمومي ریاست د نوې رئيس څخه په نیکي یاد کړ او زیاته یې کړه چې هغه ژمن شخص دی چې د وزارت د رهبري مقام د لزوم دید پر اساس د دې وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست د رئيس په توګه وټاکل شو.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر و ښاغلي "نیازي" ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د هغوی څخه و غوښتل چې ور سپارل شوې دنده په لا رښتنولیتوب او بشپړ اخلاص سره پرمخ یوسي.
د یادولو وړه ده چې ښاغلی" نیازی" د افغانستان اسلامي امارت په لومړۍ پړاو کې د چارو اداري، ادارې رئیس، د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو رئيس او د کرهڼې او مالدارۍ وزارت عمومي اداري رئيس په توګه دنده ترسره کړې او د امریکایانو د اشغال په دوره کې یي د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ارتباطاتو رئیس، د مټا خان ولسوالۍ د استخباراتو مسؤل، د پکتیکا مرکز ښرنې او مټا خان د ولسوالۍ د امارت د مجاهدینو د شوری رئیس، د امارت لخوا د کلینیکونو د اکمال، اعمار او ادارې مسؤل په توګه دنده اجرا کړې ده.
دا ناسته د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
