د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست رئيس معرفي شو

hafiz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۹ - ۱۴:۱۶
4

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر نن د یاد وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست رئيس د هغوی همکارانو ته معرفي کړ.

ښاغلی حاجي محمد الدین"نیازی" د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست د نوي رئيس په توګه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور " لخوا د یوې رسمي ناستې په ترڅ کې د دې وزارت د تدارکاتو ریاست رئيس، د بشري سرچینو ریاست رئیس او د ریاست دفتر د رئيس په ګډون کې و همکارانو ته معرفي شو.

ښاغلي "منصور" د دې وزارت د مالي او اداری عمومي ریاست د نوې رئيس څخه په نیکي یاد کړ او زیاته یې کړه چې هغه ژمن شخص دی چې د وزارت د رهبري مقام د لزوم دید پر اساس د دې وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست د رئيس په توګه وټاکل شو.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر و ښاغلي "نیازي" ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د هغوی څخه و غوښتل چې ور سپارل شوې دنده په لا رښتنولیتوب او بشپړ اخلاص سره پرمخ یوسي.

د یادولو وړه ده چې ښاغلی" نیازی"  د افغانستان اسلامي امارت په لومړۍ پړاو کې  د چارو اداري، ادارې رئیس، د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو رئيس او د کرهڼې او مالدارۍ وزارت عمومي اداري رئيس په توګه دنده ترسره کړې او د امریکایانو د اشغال په دوره کې یي د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ارتباطاتو رئیس، د مټا خان ولسوالۍ د استخباراتو مسؤل، د پکتیکا مرکز ښرنې او مټا خان د ولسوالۍ د امارت د مجاهدینو د شوری رئیس، د امارت لخوا د کلینیکونو  د اکمال، اعمار او ادارې مسؤل په توګه دنده اجرا کړې ده.

دا ناسته د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu