د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت نهمه تخنیکي ناسته تر سره شوه
دغه تخنیکی ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر تر ریاست لاندې او دټولو هغو رئیسانو په ګډون چې د اوبو او د اوبو مدیریت په سکتور کي کار کوي، ترسره شوه.
په دغه ناسته کې په هیوادکي د اوبو د مدیریت پر مهمو موضوعاتو په تیره بیا د شاه او عروس بند د اوبو د کنترول د آمو سیند د څنډو پر تحکیماتو د کجکي بند د دوهم فاز د تعدیلاتو پر څیړنه او د دې کار د پر مخ وړلولپاره د یوې با صلاحیته کمېټې پر ګومارنه او د هغو پروژو څارنه چې چارې ئی د این جی اوګانو له خوا تر سره کیږي او د اوبو د مدیریت اړوند نورو موضوعاتو باندی بحث او دنظرونو تبادله وشوه. د اوبو معین محترم انجنیر مجیب الرحمن عمر د ټولو موضوعاتو تر هر اړخیزه څیړنی وروسته آموسیند د غاړو د تحکیماتو په برخه کی وویل چي د لازیات تخریب څخه د مخنیوي لپاره یوي تلپاتې حل لارې ته اړتیاده.
ښاغلي عمر رئیسانو او تخنیکي مسئولینوته وظیفه ورکړه چی له مسلکي او با تجربه انجنیرانو څخه ساحې ته د لیږلو او هراړخیزې مطالعي لپاره یوه کمیټه جوړه کړي چیي د ترسره شوو څیړنو او مطالعاتو ترڅیړنې وروسته به د آمو سیند د څنډوله تخریب څخه د ژغورلو لپاره یوه جامع طرح جوړه شي.
دغه راز د اوبو معین د کجکی بند د دوهم فاز د تعدیلاتو د بررسي په برخه کې وویل چي ددې کار لپاره باید د اوبو معینیت ،انرژي معینیت او د افغانستان برشنا شرکت په ګډه کار وکړي چی یاده موضوع له تخنیکي پلوه و څیړي او د فازد تعدیل وروستۍ چارې په ګده سره پر مخ یوسي. د یادونې وړ ده چې دغه تخنیکي ناستی هره اونۍ د اوبو په معینیت کې تر سره کیږي او پر مهمو موضوعاتو باندي تر هر اړخیز بحث وروسته دعمل لپاره اړین تصمیمونه نیول کیږي .
