اوبو او انرژي وزارت کې د کارکوونکو د ګمارنې پنځم پړاو آزموینه ترسره شوه

mew-admin
Sun, Apr 24 2022 1:26 PM
1

دا آزموینه اوبو او انرژي وزارت کې د ۶۰۰ کسانو لپاره د آزادي سیالۍ له لاري دغوره استعدادونو د پېژندلو، د کار سپارل و اهل ته او د مسلکي کارکوونکو د ګمارنې لپاره ترسره شوه.

د دې پروګرام په پرانیستلو کې چې د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر رئیسانو شتون درلود، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر مقام رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز  په رښتینولۍ سره هېواد ته خدمت او د اخلاص او ایمانداري په هکله خبرې و کړي او دولتي دندې یې یو مهم مسؤولیت و بلل.

ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز ګډون والو ته د تقوا او اخلاص سپارښتنه وکړه او ټول یې و هڅول چې په صادقانه توګه هېواد ته خدمت و کړي.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي رئيس ښاغلي حاجی محمدالدین نیازي د دې آزموینې د پرانیستلو په بهیر کې د آزموینې د څرنګوالي په هکله خبرې و کړي او ټولو ګډونوالو ته یې د پروسې د روڼتیا ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده، هغه کسانو چې په دې آزموینې کې ګډون کړی دی د آزموینې د تر سپري کولو وروسته چې د بریالیتوب نمرې لاسته راوړي د اوبو او انرژي وزارت د مسلکي او ادارې بستونو په مرکز او ولایتونو کې ګمارل کېږي.

User account menu