د ترینکوټ اړوند دخانقې او جهجوز  په سیمه کې د خانقې او جهجوز حسن زايي کانال د پاک کاري چارې پیل شوي

mew-admin
Sun, Jun 12 2022 9:51 AM
1

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د شمال ختیځ طرف ته د خانقې او جهجوز  په سیمه کې د خانقې او جهجوزحسن زايي  د کانالونو د پاکولو چارې پیل شوي.

دخانقې کانال، ۱۲ کیلومتره  اوږدوالی لري او  ١٤٠ کسان پکی کار کوي او د جهجوز حسن زايي کانال چې ١٤ کلومتره اوږدوالى لري ، ٨٠ نفره پکې کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې د یادو کانالونو د پاکولو چارې د FAO  دفتر په مالي ملاتړ او د ANCC په تخنیکي مرسته د ترینکوت د سندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې تر سره کیږی.

User account menu