د بلخ ولایت یو شمېر کروندګرو او مشرانو د شمال سیندیزې حوزې له عمومي رئيس سره وکتل

mew-admin
Sat, Jun 18 2022 6:04 PM
۱

د بلخ ولایت د نهرشاهي، شیرآباد، دهدادي، عربانو او لودیځ د چهل دخترانو د کلیو یوشمیر کروندګرو، سپین ږیرو او د نهرشاهي عمومي میرآب باشي د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس سره وکتل .

په دغه لیدنه کې، یادو کروندګرو او مشرانو خپلې یو لړ ستونزې چې د اوبو د کموالی او حقابې په اړه وي د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجی حکمت سره شریکې کړې.

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس د دوی د ستونزو هوارولو لپاره تخنیکي ټیم ته دنده وسپارله، ترڅو د دوی د ستونزو په هوارولو باندې کار وکړي.

User account menu