د پوهاوي پيغام ⚠🚿📢💭🚦

MEW-Media
1

د 1401 لمریز کال د غبرگولی د میاشتې له 31 نېټې څخه د چنګاښ مياشتې تر 01  نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي اسټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال او کابل) حوزو کې شوی دی.

په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د ( کوکچی، تخار، بغلان، بامیان، سمنگان، بلخ، پنجشېر، غوربند، کنړ او خوست) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

......................................................

              داوبو او انرژی وزارت

Latest announcements

Sat, Jul 23 2022 8:26 PM
Background image

Media advisory

Kabul-Afghanistan: Kabul based journalists are cordially invited to attend a press conference by Ministry of Water and Energy...

Mon, May 09 2022 10:33 AM
Background image

Notice!

Invitation to Conference on Investment Opportunities in Energy and Water Sector in Afghanistan...

Wed, Jun 16 2021 1:50 PM
Background image

Publication of the Award of Contract

Project Name: Panj-Amu River Basin Sector Project (P-ARBP)...

Back to announcements

User account menu