د پوهاوي پيغام ⚠🚿📢💭🚦

MEW-Media
1

د 1401 لمریز کال د غبرگولی د میاشتې له 31 نېټې څخه د چنګاښ مياشتې تر 01  نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي اسټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال او کابل) حوزو کې شوی دی.

په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د ( کوکچی، تخار، بغلان، بامیان، سمنگان، بلخ، پنجشېر، غوربند، کنړ او خوست) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

......................................................

              داوبو او انرژی وزارت

نوي اعلانونه

شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۲۰:۲۶
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا شنبه، د روان کال د زمري لومړۍ نېټه، د اوبو او انرژۍ وزارت، د حکومت د اطلاعاتو...

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۶:۱۰
Background image

اعلامیه

 

 

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم قانون پر بنسټ مکلف دی چې د هېواد د اوبو سرچينې تنظيم او د خلکو د هوساینې او اړتیاوو رفع کولو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي. همدې دندې ته . . .

شنبه ۱۴۰۱/۵/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

د 1401 لمریز کال د زمری د میاشتې له 09 نېټې څخه تر 11 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!...

Back to announcements

User account menu