د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار په اسلام کې د امیر د اطاعت په هکله ترسره شو

mew-admin
Wed, Jun 29 2022 1:21 PM
1

د تېرو درسونو او ښوونیزو پروګرامونو په تعقیب نن چهار شنبه 30/11/1443 د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست روزنیز او اصلاحي سمینار د یاد ریاست د رئيس ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف په شتون کې د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.

په یاده ناسته کې چې د وزارت د اوبو معینیت ګڼ شمېر کارمندانو ګډون کړی وو، د خدای(ج)، رسول اکرم(ص) او د اولي الامر د اطاعت او پیروي په هکله خبرې وشوې.

ښاغلي مولوي عارف په خپلو خبرو کې د قرآن کریم او نبوي احادیثو په استناد سره د خدای(ج)، رسول اکرم(ص) او اولي الامر د اوامرو پیروي پر مسلمانانو باندې واجب وګڼل او ټول کارمندان یې وهڅول چې د خپلو آمرانو له اوامرو څخه پیروي وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په خپلو خبرو کې وویل چې د آمرانو اطاعت او پيروي کله چې د خدای(ج) له اوامرو خلاف وي، واجب نه دی.

د یادولو وړ ده، چې یادې ناستې هر اونۍ یو ځل ترسره کیږي چې د کارمندانو سره د اسلامي ارزښتناکو ښوونو په هلکه خبرې کیږي.

User account menu