د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي غونډه د دې وزارت د تېرو غونډو د پریکړو د تعقیب او د فعالیتونو د بیا کتنې په موخه جوړه شوه.

mew-admin
Thu, Jul 14 2022 2:15 PM
۱

دغه غونډه چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت  د ټولو رئیسانو او نورو تخنیکي مسئوولینو په حضور کې جوړه شوې وه، د هغو فعالیتونو او راپورونو چې په تېرو غونډو کې لازم تصمیمونه نیول شوي وو، وارزول شول.

دغه راز په دې غونډه کې د وروستيو اورښتونو له امله د هېواد د اوبو د بندونو د زيرمو، د اوبو د زياتوالي په باب هم خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه او د اوبو د تنظيم او د همغږۍ په مقصد ، د بندونو ساتنه او پالنه او نور اړین فعالیتونه لازم تصميمونه ونيول شول.

User account menu