د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رئيس سره وکتل

mew-admin
Sat, Aug 27 2022 3:14 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې د خپل کار په  دفتر کې د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رئيس ښاغلي ملا محمد حنیف حمزه سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د متوازنې پراختیا اصل په پام کې نیولو سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د برېښنا شبکو پر پراختیا باندې ټینګار وشو او د هغه خنډونو د لرې کولو په هکله چې په هېواد کې د برېښنا شبکو د پراختیا په وړاندې شتون لري بحث او د نظر تبادله وشوه .

همدارنګه په دې ناسته کې د ادارې نظم او ستونزو په هکله هم خبرې وشوې.

User account menu