د TLO موسسه په کندز ولایت کې د اوبو په سکتور کې د یو شمير پروژو چارې له ۲۰۰- ۲۵۰ زره یورو په ارزښت پیلوي

mew-admin
Tue, Sep 06 2022 5:25 PM
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د خپل کار په دفتر کې د TLO موسسې له مسؤلینو سره وکتل او په کندز ولایت کې د اوبو سکتور په برخه کې د  یو شمېر پروژو د عملي کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د یادې موسسې مسؤلینو د خپلې پانګونې چمتووالی له ۲۰۰- ۲۵۰ زره یورو په ارزښت په کندز ولایت د اوبو سکتور  د یو شمېر پروژو د عملي کولو په برخه کې څرګنده کړه.

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د یادې موسسې د اوبو  یو شمېر پروژو د عملي کولو په برخه کې له مالي ملاتړ څخه قدرداني وکړه او د کندز ولایت په شمول په یو شمېر ولسوالیو کې شپږ پروژې معرفي کړي.

User account menu