پکتیا ولایت کې د اشرت خېلو کانال او کاریز د پاکولو چارې پيل شوې

د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د رباط په سیمه کې د اشرت خېلو کانال او کاریز د پاکولو چارې د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې د پاملرنې موسسې په مالي ملاتړ پيل شوې.
د یادې پروژې په پلي کیدو سره به د نوموړي کانال او کاریز د ۴۱ څاه ګانو له ډلې څخه به ۱۱ څاه ګانې بېرته ورغول شي او تر ۱۷۰۰ متره پورې د کانال پاکولو چارې بشپړې شي، چې ۱۰۵ کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړې او ۹۵۰ جریبه ځمکه به خړوبه کړي.