د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د کوکچې او اشکاشم سیندیزو فرعي حوزو له مسؤلینو سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د کوکچېاو اشکاشم سیندیزو فرعي حوزو له رئيسانو سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، د یادو سیندیزو فرعي حوزو رئیسانو د اوبو معین ته د خپلو کړنو د راپور د وړاندې کولو ترڅنګ د یادو حوزو ستونزې او وړاندیزونه یې هم ور سره شریک کړل.
د اوبو معین د هغوی د کړنو د راپور تر آورېدلو وروسته ور ته لازم هدایات ورکړل او د ستونزو د هوارولو په برخه کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.