د بغلان په دوو ښارګوتو کې د برېښنا شبکې د غځولو ټولنیزه سروې ترسره شوه
د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې ریاست د شمال ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم د آمریت مسؤلینو په پلخمري ښار کې د خواجه الوان ښارګوټي او په مرکزي بغلان ولسوالي کې د مهاجرینو د مصلحت تپې ښارګوټي کې د برېښنا شبکې د غځولو ټولنیزه سروې ترسره کړه.
په یادو ښارګوټو کې د برېښنا رسولو پروژو په پلي کېدو سره به د یادو ښارګوټو اوسیدونکي چې نږدې ۳۵۰۰۰ کسانو ته رسېږي د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.
