په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند، یو سربند، یو سیفون او دوه چکډمونو تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
Tue, Nov 22 2022 11:35 AM
1

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند په دهیک او څاګي سیمو کې د دوه چکډمونو او په چلنګر سیمه کې د سفید خار کانال د سربند، د چنارتو په ولسوالي کې د شفلوغ بند او د چوري ولسوالي په سراب سمیه کې د سراب کانال د سیفون تخنیکي سروې د اوبو او انرژي وزارت څخه استول شوې ۹ کسیزي انجینري ټیم او د ارزګان فرعي سیندیزې حوزې انجینري ټیم له لوري ترسره شوې.

همدارنګه، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د ابردي سیمي د دبیلي کانال د پاکولو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

یاد کانال د UNHCR موسسي په مالي ملاتړ، د ACRO موسسي په تخنیکي مرسته او د ارزګان فرعي سیندیزې حوزې تر څارني لاندي ترسره کېږي چې ۱۷۱ تنه کاریګرو ته پکي د کار زمینه چمتو شوي ده.

User account menu