په فاریاب ولایت کې د اوبولګولو یوه پروژه د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Tue, Nov 29 2022 3:19 PM
1

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالي په هزار قلعه کلي کې د اوبو لګولو یوه پروژه د څلورمیلیونه، اته سوه نه اویا زره، شپږسوه او دېرش افغانیو (4,879,630) په ارزښت د شیرین تګاب سیندیزې حوزې او د اکتید دفتر د استازو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده پروژه د اته زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري، چې چارې یې د ناروي هېواد په مالي ملاتړ د شیرین تګاب سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پلې شوی او پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

User account menu