په کاپیسا ولایت کې د انرژي ولایتي کمیټه رامنځته شوه

mew-admin
Thu, Mar 16 2023 9:50 AM
1

یاده کمیټه د کاپیسا د والي مرستیال محترم شیخ اسدالله سنان، د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش او د کمیټې د ټولو غړو او محترم محمد حینف صاحب زاده د اوبو او انرژي وزارت د انرژي زونو د همغږي آمر په شتون کې رامنځته شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د کړنلارې سره سم د یادې کمیټې ریاست د کاپيسا ولایت مقام او سکرتریت یې د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې ریاست او په کمیټه کې  شاملو غړو ته و سپارل شوه.

وروسته د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د انرژي ولایتي کمیټې د رامنځته کېدو او موخو په هکله بشپړ معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د یادونې وړه ده چې تر اوسه پورې په څو ولایتونو کې د انرژي ولایتي کمیټې په ولایتونو کې د انرژي سکتور د چارو د انسجام په موخه رامنځته شوې دي.

User account menu