د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د سپین زر د انرژي تولیدي شرکت له غړو سره وکتل

mew-admin
Mon, May 01 2023 4:23 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین، ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس د سپین زر د انرژي تولیدي شرکت له غړو سره په یاد معینیت کې وکتل.

په یاده لیدنه کې، د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې د رامنځته کولو او جذبولو په موخه د لا همغږيو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین، د انرژي د تولید د چارو پر چټکتیا او په یاده برخه کې د پانګونې پر جذبولو باندې ټینګار وکړ.

User account menu