د انرژي معينيت د پنځه کلن پلان د وروستي کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

MEW-Media
Tue, Jul 04 2023 2:35 PM
1

ياده ناسته د وزارت د دفتر عمومي   رئيس او د انرژي معينيت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزيز عزيز  تر مشرې لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د انرژي سکتور د تخنيکي مسٶلينو په ګډون تر سره شوه.

په دې ناسته کې د انرژي سکتور د پنځه کلن عملياتي پلان د وروستي کولو په هکله د اړوندو مسٶلينو له لوري اړين راپورونه وړاندې شول او په اړه يې بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معينيت وارسي کوونکي تر هر اړخيزو څېړنو وروسته، د نوموړي پلان د چارو د چټکتيا د وروستي کولو په موخه اړينې سپارښتنې وکړې.

User account menu