په ننګرهار ولایت کې د مندرخیلو کانال او سربند سروې ترسره شوه
د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې او د جاپان PMS موسسې انجنیرانو د یاد ولایت په چپرهار ولسوالي کې د مندرخیلو کانال او سربند او د اوبو د یوې زیرمې سروې ترسره کړه.
همدارنګه، په اچین ولسوالي کې د یادې حوزې ساحوي انجنیر سمیع الله شینواري د یادې ولسوالي له ولسوال سره د خپل سرو ژورو څاه ګانو کیندلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره کړه.
