د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس د دریو ګبیونې پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه

mew-admin
Wed, Jul 26 2023 2:12 PM
1

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت مرکز اړوند په خدر پیرانو، وزیانو او متون کلیو کې د ګبیونې پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د FAO مؤسسې په مالي ملاتړ د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې ترسره کېږي چې په بشپړیدو سره به یې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

User account menu